نړۍ
د نیوزویک راپور؛ امریکايي سناتور د جنسي اړیکو په بدل کې د پیسو پر ورکړې تورن شوی
نیوزویک مجلې راپور ورکړی، چې درېیو نارینهوو په یوه نوي مستند فلم کې ویلي، چې د امریکا جمهوريپال سناتور لیندسي ګراهام له دوی سره د جنسي اړیکو د ټینګولو په بدل کې پیسې ورکړې دي.
د دغه راپور له مخې، له دغو نارینهوو څخه یوه ویلي، چې په ۲۰۰۱ کال کې، کله چې ۱۷ کلن و، له ګراهام سره یې جنسي اړیکه درلوده او په بدل کې یې ۱۲۰ ډالره ترلاسه کړي وو.
دوو نورو نارینهوو هم د راتلونکو کلونو په اړه ورته څرګندونې کړې دي.








