نړۍ
ولې B-21 رایډر د امریکا له پخوانیو بماچوونکو الوتکو برلاسی دی؟
د B-21 رایډر پټهالوتونکې بماچوونکې الوتکه، چې د نورثروپ ګرومن شرکت له خوا جوړه شوې، د امریکا د هوايي ځواک د درېیو پخوانیو بماچوونکو الوتکو، یعنې B-52H، B-1 لانسر او B-2 سپرېټ د محدودیتونو د له منځه وړلو په موخه طرحه شوې ده.
د B-52 بماچوونکې الوتکه له ۱۹۵۰مې لسیزې راهیسې په خدمت کې ده او له ګڼو پرمختګونو سره سره، د اوږد عمر او جوړښتي زړېدو له امله له محدودیتونو سره مخ ده. B-1 الوتکه هم د کلونو په اوږدو کې په لوړ سرعت او ټیټه ارتفاع کې د الوتنو له امله له جوړښتي فشارونو او ستړیا سره مخ شوې ده.
د راپور له مخې، B-21 د دې لپاره طرحه شوې چې د پرمختللو دفاعي سیستمونو پر وړاندې یې د بقا وړتیا لوړه شي، له پټېالوتنې ټکنالوژۍ څخه ګټه واخلي او د پوځي ټکنالوژۍ د اسانه پرمختګ او نوي کېدو زمینه برابره کړي.








