سیمه

د لبنان په سوېل کې د اسراییلو د بریدونو دوام او د اوربند له هوکړې سرغړونه

خبري سرچینې د لبنان په بېلابېلو جنوبي سیمو کې د اسراییلي پوځ د بریدونو د دوام او د اوربند هوکړې د سرغړونې خبر ورکوي.

 د راپورونو له مخې، د اسراییلو پوځ توپچي ځواکونو د القصیر ښارګوټی او د کفررمان دوحه سیمه په نښه کړې ده. همدارنګه، د شنبې ورځې (۲۳ لړم ۱۴۰۵) په سهار د وادي الحجیر سیمه هم د توپچي بریدونو هدف ګرځېدلې او اسراییلي سرتېرو د القنطره ښارګوټي څخه د دغې سیمې پر لور په ماشیندارو ډزې کړې دي.
د دغو بریدونو په دوام کې، اسراییلي پوځ د زوطر الشرقیه ښارګوټي کې استوګنیز کورونه او زیربناوې هم په چاودنو ویجاړې کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button