افغانستاناقتصادنړۍ

د افغانستان او روسیې ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۵ سوداګریزو هوکړه‌لیکونو لاسلیک

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټور د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کنفرانس او ګډو ناستو په پایله کې د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت د سوداګرۍ ۱۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

دغه هوکړه‌لیکونه د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په حضور کې لاسلیک شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو هوکړو کې افغانستان ته د درملو، غنمو، اوړو او غوړیو واردات او روسیې ته د تازه مېوو، په ځانګړي ډول د افغانستان د انارو صادرات شامل دي.

د دواړو هېوادونو په سوداګریزو ناستو کې د کانونو او فلزاتو، ترانسپورټ او لوژستیک، بنسټیزو پروژو، غالیو، پنبې، درمل جوړونې، لمریزې انرژۍ، کرنې، خوراکي توکو د تولید او کرنیزو ماشین‌آلاتو برخې هم تر بحث لاندې نیول شوې دي.

#افغانستان #روسیه #سوداګري #پانګونه #صادرات #واردات #اقتصاد

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button