سیمه
ایران: که دښمن ځمکني عملیات ترسره کړي، نو یو کس هم باید ژوندی پاتې نشي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ لوی درستیز، عبدالرحیم موسوي حاتمي، د هیواد عملیاتي مرکزي دفتر ته په یوه حکم کې ټینګار وکړ چې د دښمن حرکتونه او کړنې باید له شیبې څخه تر شیبې پورې په خورا بدبینۍ او دقت سره وڅارل شي، او د دښمن د برید د طریقو سره د مقابلې پلانونه باید په مناسب وخت کې پلي شي.
هغه زیاته کړه: د جګړې سیوری باید زموږ له هیواد څخه لیرې شي او د هرچا لپاره باید امنیت وي، ځکه چې دا ناشونې ده چې ځایونه خوندي وي او زموږ خلک ناامنه وي.
حاتمي خبرداری ورکړ: که دښمن د ځمکني عملیاتو هڅه وکړي، نو دا باید په داسې ډول ترسره شي چې یو کس هم ژوندی پاتې نشي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/30613








