سیمه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلاماباد ته ورسېد
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي، د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) د وزیرانو شورا په ۳۰مه غونډه کې د ګډون په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
نوموړی د هوايي ډګر د رسېدو پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال محمد طارق وزیر او د دغه وزارت د یو شمېر چارواکو له لوري تود هرکلی وشو.







