سیمهنړۍ

له ایران سره په جګړه کې د امریکايي پوځیانو درنه مرګ‌ژوبله؛ د امریکا د دفاعي بریاوو په اړه د ټرمپ ادعاوې تر پوښتنې لاندې راغلې

د سي‌بي‌اېس خبري شبکې راپور ورکړی، چې له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې ۲۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او تر ۸۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي؛ دغه شمېرې د ایران د بریدونو له امله امریکايي ځواکونو ته د اوښتو پام وړ زیانونو څرګندونه کوي.

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سي‌بي‌اېس شبکې د «۶۰ دقیقې» خپرونې د څېړنیز راپور په غبرګون کې دغه خپرونه تورنه کړې، چې د امریکا د دفاعي سیستمونو د فعالیت ناسم انځور وړاندې کوي. هغه په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیل» کې ادعا کړې، چې ایران د «حماسي غوسې» په نوم د عملیاتو د پیل راهیسې، د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې څخه تر اوسه، له ۸ تر ۹ زرو پورې انتحاري بې‌پیلوټه الوتکې او شاوخوا دوه زره بالستیک توغندي توغولي دي.

 ټرمپ ادعا کړې، چې یوازې دوه بې‌پیلوټه الوتکې د کویټ او سعودي عربستان پر ضد په بریدونو کې او یو بالستیک توغندی د اردن پر ضد په برید کې د امریکا له دفاعي سیستمونو تېر شوي او د دغه هېواد د پوځیانو د وژل کېدو لامل شوي دي.

 هغه همداراز ادعا کړې، چې د ایران ۹۹.۹۹ سلنه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې شنډې شوې دي او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) فعالیت یې «له تاریخي پلوه بریالی» بللی دی.

 خو د ۲۳ امریکايي پوځیانو وژل کېدل او د ۸۰۰ نورو ټپي کېدل، په سیمه کې د امریکايي پوځي اډو د دفاعي سیستمونو د اغېزمنتیا او امنیتي تدابیرو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

 د سي‌بي‌اېس څېړنیز راپور هم د وژل شویو پوځیانو د کورنیو او په کویټ کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکې له برید څخه د یوه ژوندي پاتې شوي کس په حواله، د امنیتي تدابیرو کمزورتیا او د امنیتي خبرداریو له پامه غورځول کېدل افشا کړي دي.

 دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې ټرمپ د ایران د بریدونو د شمېر په اړه د لوړو شمېرو په وړاندې کولو او د نږدې ټولو بریدونو د شنډولو په اړه په ټینګار سره هڅه کوي، د امریکا د بشپړې دفاعي برلاسۍ انځور وړاندې کړي؛ خو د وژل شویو او ټپیانو شمېر او د بریدونو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو روایتونه د نوموړي دغه ادعاوې له جدي شکونو سره مخ کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button