په لندن کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر زلمی رسول وايي، د برتانیا د حکومت د “رسمي غوښتنې” له مخې به د دغه هېواد سفارت وتړل شي.
پرون (یکشنبه، د وږی ۱۸مه) یې په ایکس چینل کې یو پیغام خپور کړ او ویې ویل چې د سفارت دروازه به له دریو اونیو څخه په کمه موده کې (د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۷مه) وتړل شي.








