سبا به مودي روسیی ته ولاړ شي
د تاس خبری آژانس د خبر له مخې، د کرملین ویاند دیمیتری پسکوف ویلي چې مسکو ته به د نرندرا مودی سفر پراخ وي او د دواړو هېوادونو مشران به په دې اړه غیر رسمي خبرې هم ولري.
دیمیتري پسکوف دا هم وویل چې دا سفر د روسیی او هند اړیکو لپاره “ډیر حیاتی” دی.
باید وویل شي چې د ښاغلي مودي دغه سفر رسمي او د دوو ورځو لپاره (د جولای له ۸ تر ۹) دی.
د دې سفر په تړاو، د کرملین ویاند زیاته کړه چې د هند او روسیی اړیکې د “استراتیژیک همکاری” په کچه دي.
نوموړی زیاتوي، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د هند لومړی وزیر او ولادیمیر پوتین د پلاوي په ګډون په غونډو کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.
دا د هند د لومړي وزیر په توګه د پرله پسې دریمې دورې لپاره د سوګند اخیستو وروسته د نریندرا مودی لومړی سفر دی.
د هند لومړي وزیر وروستی ځل په ۲۰۱۹ کال کې د روسیی په ختیځ کې د ولادی وستوک څخه لیدنه وکړه. مسکو ته د مودی وروستی سفر په ۲۰۱۵ کال کې و.







