بریتانیا، فرانسه، کاناډا، ډنمارک، فنلینډ، آیسلینډ، جاپان، ناروې، سویډن او سویس د اسراییلو د رژیم لخوا په غزه او نیول شوي لویدیځه غاړه کې د ۳۷ نړیوالو نادولتي موسسو د فعالیت جوازونو د لغوه کولو پریکړه په کلکه غندلې ده.
د راپورونو له مخې، د دې سازمانونو جوازونه د جنوري له لومړۍ نیټې راهیسې ځنډول شوي او د دوی فعالیتونه به په ۶۰ ورځو کې ودرول شي. په دې سازمانونو کې د اکشن ایډ، د نړیوالې ژغورنې کمیټې، د بې سرحده ډاکټرانو او د ناروې د کډوالو شورا په څیر سازمانونه شامل دي.
صهیونیسټ رژیم ادعا کوي چې دې سازمانونو د خپلو کارمندانو په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي، مګر نادولتي موسسو ټینګار کوي چې د داسې معلوماتو چمتو کول د دوی کارمندان له جدي خطر سره مخ کوي.
په یوه ګډه اعلامیه کې، د لسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې نړیوال غیر دولتي سازمانونه په غزه کې د بشري مرستو چمتو کولو لپاره حیاتي دي او د دوی د فعالیتونو هر ډول خنډ “د منلو وړ نه دی”. دوی خبرداری ورکړ چې د دې سازمانونو پرته، د اړتیا وړ کچې بیړنیو اړتیاوو ته ځواب ویل به ناممکن وي.








