د خبري سرچینو په وینا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس په قطر باندې د صهیونیسټ رژیم برید په کلکه وغانده، چې د هیواد د حاکمیت سرغړونه ګڼل کیږي.
هغه برید چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د حماس غورځنګ د مشرانو په وړاندې ترسره شو، د سیمې هیوادونو او نړیوالې ټولنې له خوا پراخ غبرګونونه راوپارول.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي دا عمل “جنايي” او “د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه” وبلله او دا یې د صهیونیسټ رژیم د تیري په وړاندې د دوامداره بې عملۍ د خطرونو په اړه نړیوالې ټولنې ته یو خبرداری وباله.
عراق، کویت، سعودي عربستان، اردن او د اسلامي جهاد غورځنګ هم دا برید په کلکه وغانده.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت دا یو “بزدلانه عمل” او د قطر د حاکمیت سرغړونه وګڼله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې مسؤلیت په غاړه واخلي.
کویت او سعودي عربستان هم جلا جلا بیانونه خپاره کړل چې د تیري غندنه یې وکړه.
د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفادي د قطر څخه د بشپړ ملاتړ اعلانولو سره، د دې تیري په وړاندې د اقدام کولو اړتیا باندې ټینګار وکړ.
د اسلامي جهاد غورځنګ هم دا برید “وحشیانه” او د انساني ارزښتونو او نړیوالو قوانینو خلاف وباله، او د امریکا حکومت یې د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ لپاره مسؤل وباله.
د برید وروسته، قطر اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم او حماس ترمنځ یې خپل منځګړیتوب وځنډاوه.
دې پرمختګونو په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د سولې په خبرو اترو باندې د هغې د اغیزې په اړه جدي اندیښنې راپورته کړې دي.
نړیوالې ټولنې او د سیمې هیوادونو د دې ډول تیري د بیا تکرار د مخنیوي لپاره د حساب ورکولو او سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/25399








