د افغانستان د بدن جوړونې ملي ټیم مرستیال اتل د شنبې په ورځ (۱ سنبوله ۱۴۰۴) په تایلینډ کې د آسیایي بدن جوړونې او فټنس سیالیو کې د ۸۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د خپلو سیالانو په وړاندې په سټیج کې سیالي وکړه، او په پای کې یې د خپلو سیالانو په ماتولو سره د هیواد لپاره د برونزو مډال وګاټه.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد دوه نورو ملي لوبغاړو دمخه د دې سیالیو څخه د جونیئر کټګورۍ کې دوه د برونزو مډالونه ګټلي وو.
د آسیا د بدن جوړونې او فټنس سیالیو ۵۷م پړاو په بنکاک کې ترسره شو، چې د تایلینډ په کوربه توب، د لسو څخه زیاتو هیوادونو ترمنځ ترسره شو.