افغانستاننړۍ

د کورنیو چارو وزیر د چین له سفیر سره د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو په درشل کې وکتل

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د چین د ولسي جمهوریت له سفیر ژاو شینګ سره د هغه د ډیپلوماتیک ماموریت د پای ته رسېدو په درشل کې وکتل.

سراج‌الدین حقاني د ژاو شینګ د ماموریت دوره اغېزمنه وبلله او د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یې د نوموړي له مثبت رول څخه قدرداني وکړه.

د چین سفیر هم د خپل ماموریت پر مهال د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ له همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

نوموړي همداراز هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به د افغانستان او چین اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button