په مشهد کې د افغانستان د اسلامي امارت قونسل جنرال مولوي نور محمد متوکل د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له مشر محمود صیادت او د هغه د ملګري پلاوي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د دواړو ملتونو ترمنځ د ژورو کلتوري، ژبني او تاریخي مشترکاتو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو اساس وګڼلو.
دوی د کلتوري تعاملاتو د زیاتوالي، دوه اړخیزو اړیکو د اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د عملي حل لارو په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل.
#افغانستان #ایران #اقتصادي_اړیکې #سوداګري #مشهد #سفیر_ټی وی







