د لبنان د حزبالله د کلتوري چارو مرستیال شیخ علي فحص، د بحرین د یو شمېر دیني عالمانو نیول غیرانساني او د ملي ګټو خلاف اقدام بللی او ویلي یې دي چې امریکا د دې قضیې مسوولیت پر غاړه لري.
د نوموړي په وینا، دغه عالمان د خپلې ټولنې، خلکو او کورنیو د ملاتړ لپاره د هڅو له امله تر فشار لاندې نیول شوي او داسې هېڅ اقدام یې نه دی کړی چې د دې ډول چلند مستحق وګرځي.
هغه زیاته کړې چې د محاکمې ځنډول د قضیې د تړل کېدو په معنا نه دي او د بحرین چارواکي ښايي د قضايي څېړنو بهیر بېرته پیل کړي.
د حزبالله د کلتوري چارو مرستیال ټینګار کړی چې واشنګټن د منامه د سیاستونو د ملاتړ له امله د دغو عالمانو د نیولو په تراو مسوولیت لري.
ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/38354








