سیمه
د حماس د رفح لوا قوماندان د اسرائیلو په هوايي برید کې شهید شو
د حماس یوه لوړپوړي چارواکي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د عزالدین قسام کنډکونو د رفح لوا د قوماندان سمیر ابویونس شهادت د اسرائیلي رژیم په هوايي برید کې تایید کړی دی.
تر دې مخکې فلسطیني سرچینو راپور ورکړی و چې ابویونس د غزې تړانګې په جنوب کې د خانیونس ښار د المواصي سیمې پر یوه ځای د اسرائیلو د بېپیلوټه الوتکې په برید کې شهید شوی دی.
د اسرائیلو شینبت استخباراتي ادارې او پوځ هم په یوه ګډه اعلامیه کې د یوه هوايي برید پر مهال د رفح لوا د قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی و.








