افغانستان
په جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ مېګاواټه ګازي توربین بېرته فعال شو
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر اعلان کړی چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند د تېرې ورځې (د ۱۴۰۵ کال د لړم ۲۳مه) په جوزجان ولایت کې د بیات پاور شرکت د ۴۰ مېګاواټه ګازي توربین د بېرته فعالیت پرانیسته کړې ده.
ملا برادر په دې مراسمو کې د ګازي برېښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور شرکت پانګونه ستایلې او له نورو پانګوالو یې غوښتي چې د برېښنا او نورو سکتورونو په برخو کې پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو لپاره مهم ګامونه پورته کړي او پانګوالو ته یې د پانګونې مناسبې زمینې برابرې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په پای کې له پانګوالو او صنعتکارانو غوښتي چې د هېواد په ابادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کی وند واخلی.







