سیمه

هاآرتص: نتانیاهو د نوي حکومت د جوړېدو د مخنیوي لپاره پر بېلابېلو لارو چارو لاس پورې کړی

د هاآرتص ورځپاڼې د خپلې لیکنې په یوه راپور کې د دې ورځپاڼې د ارشد شنونکي عاموس هارئیل له قوله لیکلي، چې بنیامین نتانیاهو د واک د ساتلو او د نوي حکومت د جوړولو لپاره د ګادي آیزنکوټ د هڅو د ګډوډولو په موخه له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي.

د هارئیل په لیکنه کې راغلي، چې د کورنیو کړکېچونو زیاتوالی او په لوېدیځه غاړه کې د مېشتو اسرائیليانو د بریدونو ډېرېدل، له هغو موضوعاتو څخه دي چې په دې بهیر کې مطرح شوي دي؛ آیزنکوټ د نومبر له اتمې راهیسې د اسرائیلو د نوي حکومت د جوړولو دنده پر غاړه اخیستې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button