نړۍ
ایلان ماسک: د نورالینک ټکنالوژي د ړندو کسانو د بېرته لیدلو لپاره چمتو ده
د نورالینک شرکت اجرائیوي رییس ایلان ماسک اعلان کړی، چې د دغه شرکت نوې ټکنالوژي «Blindsight» د انجنیري له پلوه چمتو شوې او اوس یوازې د څارونکو ادارو د تأیید په تمه ده.
د ماسک په وینا، دغه ټکنالوژي د دې لپاره طرحه شوې، چې په بشپړه توګه ړندو کسانو ته د لیدلو وړتیا ورکړي، ان هغو کسانو ته هم چې له زېږون راهیسې یې هېڅکله لید نه دی کړی.
ټاکل شوې چې د Blindsight ټکنالوژي د یوې کامرې په وسیله د چاپېریال انځورونه ثبت او بصري معلومات په هغو نښو بدل کړي، چې د مغز او کمپیوټر ترمنځ د نښلوونکي سیستم له لارې مغز ته ولېږدول شي او هلته پروسس شي.
که دغه ټکنالوژي اړینې اجازې ترلاسه کړي او په کلینیکي ازموینو کې بریالۍ شي، نو د ړوندوالي د درملنې په برخه کې به یوه نوې لار پرانیزي.
#ایلان_ماسک #نورالینک #ټکنالوژي #مصنوعي_ځیرکتیا #د_ړوندوالي_درملنه #Blindsight








