افغانستاننړۍ

هېګسېت: له افغانستانه د امریکا وتل یوه لویه پوځي او سیاسي ماتې وه

د امریکا د جګړې وزیر، پیټ هېګسېت، د دغه هېواد پر پوځي اکاډمیو نیوکه کړې، چې د امریکایي پوځ د ناکامیو، په ځانګړي ډول له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر یې په دقیقه توګه نه دی څېړلی.

هېګسېت ویلي، د امریکا د پوځي اکاډمیو ځینې استادان د سیاسي حساسیتونو له امله له سترو پوځي ناکامیو څخه د څېړنې ډډه کوي.

هغه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ګډوډ وتل یوه لویه ماتې بللې او ویلي یې دي، چې دې پېښې د امریکا نړیوال اعتبار ته سخت زیان رسولی دی.

د امریکا د جګړې وزیر دغه راز د کابل پر هوايي ډګر په برید کې د ۱۳ امریکایي پوځیانو وژل کېدو ته اشاره کړې او دا یې د عملیاتي، ستراتیژیکو او سیاسي ناکامیو پایله بللې ده.

هېګسېت د امریکا له پوځي اکاډمیو غوښتي، چې د افغانستان د جمهوري حکومت د سقوط لاملونه او په څو ورځو کې د امریکا د پوځي طرحو ناکامي په دقیقه توګه وڅېړي او روښانه کړي، چې ولې لوړپوړو پوځي قوماندانانو د دغو بدلونونو وړاندوینه ونه شوای کړای.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button