په جنوب کې د درنو چاودنو وروسته، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر یسرایل کاټز په یوه ګډه اعلامیه کې ادعا وکړه چې دوی د “شقیف” کلا ته نږدې د حزب الله تونل ویجاړ کړی دی.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې دا برید څو ورځې وړاندې د لبنان په جنوب کې د بلډوزر په واسطه د حزب الله د ډرون برید په ځواب کې ترسره شوی.
عبراني سرچینو دا هم راپور ورکړی چې د تونل د ویجاړولو لپاره ډیر مقدار چاودیدونکي توکي کارول شوي او د چاودنې شدت دومره و چې شاوخوا سیمې او کلي یې په لویه کچه دوړو پوښلي وو.
#لبنان #حزب الله #صهیونیسټ_رژیم #جنوب_لبنان #نتنیاهو #سفیر_ټلویزیون
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/34495?single








