د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د صنعت له وزیر سره وکتل او د صنعتي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د تولیدي فابریکو جوړول، د افغانستان او بلاروس د سوداګریز فورم په منظم ډول جوړول او د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمېسیون د مطرح شویو موضوعاتو تعقیب تر بحث لاندې ونیول شول.
د بلاروس د صنعت وزیر په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د ګډون له امله مننه کړې او افغانستان ته د ماشینونو د تولیدونکو شرکتونو، په ځانګړي ډول د ټراکټورونو او د کانونو د استخراج په برخه کې د کارېدونکو تجهیزاتو د استازولیو د لېږد لپاره یې د چمتووالي خبر ورکړی دی.
د بلاروس دوهم نړیوال صنعتي نندارتون د بېلابېلو هېوادونو د شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو په ګډون جوړ شوی او د اروپايي او اسیايي هېوادونو د وګړو له خوا ترې لیدنه شوې ده.







