افغانستانسیمه

امنیتي سرچینه: د تېرې شپې په نښتو کې ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي

یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په فرضي کرښه کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د تېرې شپې د نښتو پر مهال ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د دې سرچینې په وینا، په دغو نښتو کې د پاکستاني لوري دوه امنیتي برجونه او یوه څارونکې کمره هم ویجاړه شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې نښتې د توپ‌سر، خرلاڅیو دروازې او کونج‌علي په سیمو کې رامنځته شوې دي او اوس مهال نښتې درېدلې دي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37259

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button