افغانستان
د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې لومړی فاز، چې ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۵۷ میلیونه ډالرو څخه په زیاته بیه جوړ شوی، په هرات ولایت کې پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا پروژه د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار، د قزاقستان د یوه پلاوي او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د مسوولینو په حضور کې پرانیستل شوه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، د دې فاز د بشپړولو لګښت ۵۷ میلیونه او ۱۱۱ زره ډالر اعلان شوی دی.
دا پروژه د ترانزیټ د پراختیا، د مالونو د لېږد د اسانتیا او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د رېل پټلۍ د نښلونې د پیاوړتیا په موخه پلې شوې ده.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.







