افغانستانسپورت

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د سینیګال په ماتولو سره د ځوانانو د المپیک سیالیو نیمه پایلوبې ته تاریخي لار ومونده

د افغانستان د ۱۸ کلنو ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د نړیوال المپیک سیالیو د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې کوربه هېواد سینیګال ته ۶ پر صفر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د رسمي راپور له مخې، علي احمدي د درېیو ګولونو په وهلو سره د دې لوبې ستوری و. ذاکر حسین عبداللهي، احمد اسماعیلي او حسین حسني هم د افغانستان لپاره یو ـ یو ګول وواهه.

د افغانستان ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې پاناما ته ماتې ورکړې وه، خو په دویمه لوبه کې یې د ارجنټاین پر وړاندې د ۲ پر ۱ پایلې سره ماتې خوړلې وه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د دوشنبې په ورځ، د نومبر په ۹مه، په نیمه پایلوبه کې د پرتګال پر وړاندې ولوبېږي، څو پایلوبې ته د لار موندلو لپاره سیالي وکړي.

د ځوانانو د نړیوال المپیک د فوټسال سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د نومبر له لومړۍ تر ۱۲مې نېټې پورې د سینیګال په کوربه‌توب ترسره کېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button