نړۍ
بنګلهدېش د چین د ۲۰ پرمختللو J-10CE جنګي الوتکو پېرودل تایید کړل
د بنګلهدېش لومړي وزیر، طارق رحمان، د دغه هېواد د هوايي ځواک د نوي کولو او پیاوړتیا د پروګرام په چوکاټ کې د چین د ۲۰ څو موخیزو J-10CE جنګي الوتکو پېرودل تایید کړي دي.
د دغه تړون ارزښت شاوخوا ۲.۱۳ میلیارده ډالره ښودل شوی او د بنګلهدېش د مالیې وزارت هم د پیسو د ورکړې د تضمین لپاره دولتي ضمانت تصویب کړی دی.
د راپورونو له مخې، د چین دولتي شرکت CATIC به د دغو جنګي الوتکو د برابرولو مسوولیت پر غاړه ولري.








