افغانستان
په بلخ ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شول
د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د اکتروز موټر او یوه موټرسایکل د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د دې قوماندانۍ په وینا، دغه پېښه پرون رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د موټرسایکل چلوونکی او ورسره سپور کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د پېښې لاملونه د موټر د چټک تګ او بېاحتیاطۍ یاد شوي او د اکتروز موټر چلوونکی د نورو څېړنو لپاره تر څارنې لاندې دی.







