د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له خپل قطري سیال سره تر خبرو وروسته اعلان کړی، چې له ایران سره جګړه د پوځي پلوه «په عملي توګه پای ته رسېدلې» او په اوسنیو شرایطو کې پر دغه هېواد د امریکا د بریدونو د بیا پیل احتمال ډېر کم دی.
ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو په بهیر کې پرمختګونو ته په اشارې ټینګار کړی، چې امریکا او د سیمې هېوادونه به ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي.
په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ادعا کړې، چې ایران هڅه کوي د هرمز تنګي دایمي کنټرول ترلاسه کړي او له هغو بېړیو څخه د تګ راتګ لګښت واخلي، چې له دغه سمندري دهلېز څخه تېرېږي.
روبیو د ایران پر وړاندې د عملیاتو پر مهال د امریکا ځینو تېروتنو ته په اشارې ویلي، چې واشنګټن په یوازې ځان د داسې اقدام د مخنیوي توان نه لري او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي، چې د دغه سناریو د مخنیوي لپاره له امریکا سره همکاري وکړي.
ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ








