د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د چهارشنبې په سهار یو ځل بیا ادعا وکړه چې د ایران جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي او ورپسې به د انرژۍ بیې په پام وړ توګه راټیټې شي.
ټرمپ د جمهوريپالو ګوند د پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. هغه همدارنګه د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د اټومي تړون نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې د اوباما حکومت ایران ته میلیاردونه ډالر ورکړي وو.
د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې ایران ته ګواښونه وکړل او ویې ویل چې واشنګټن به ځینې اقدامات ترسره کړي. د هغه په وینا، ایران له بحراني وضعیت سره مخ دی او امریکا به دې هېواد ته «سخت درس» ورکړي.
ټرمپ همدارنګه ادعا وکړه چې د ایران د اټومي پروګرام اړوند تاسیسات یا مواد د زرګونو ټنو ډبرو لاندې ښخ شوي دي؛ خو هغه په خپلو خبرو کې د جګړې د پای ته رسېدو د وخت یا د راتلونکو احتمالي اقداماتو په اړه مشخص جزئیات وړاندې نه کړل.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








