افغانستان

حقاني په پکتیکا کې مسوولینو ته: د خلکو خدمت او د مسوولیتونو سم ترسره کول لومړیتوب وګرځوئ

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني، پکتیکا ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې مسوولیتونه باید د مقام او مادي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره ترسره نه شي، بلکې هر مسوول باید د خپلو شرعي او اداري مکلفیتونو پر بنسټ د خلکو خدمت وکړي.

د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حقاني د دغه ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې د نظام د ساتنې او پیاوړتیا او د مسوولیتونو د لا ښه ترسره کولو په اړه لارښوونې کړې دي.

هغه د تېرو تجربو په یادولو سره ویلي، چې موخو ته د نه رسېدو یو لامل د مسوولیتونو په ترسره کولو کې پاتې راتلل وو او ټینګار یې کړی، چې هر مسوول باید خپله دنده په اخلاص، ژمنتیا او د مسوولیت په احساس ترسره کړي.

حقاني زیاته کړې، هغه د اخلاص روحیه، پاک نیت او موخې ته ژمنتیا چې د جهاد پر مهال موجوده وه، باید د نظام په اوسني پړاو کې هم وساتل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button