افغانستان
په کابل کې له نشهیي توکو څخه د رغېدلو ۳۰۰ کسانو د مسلکي او تخنیکي زدهکړو فراغت
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له نشهیي توکو څخه ۳۰۰ رغېدلي کسان چې د کابل په پلچرخي مرکز کې یې د څلورو میاشتو لپاره تخنیکي او مسلکي زدهکړې کړې وې، فارغ او ورته تصدیقلیکونه ورکړل شول.
دغو کسانو د خیاطۍ، برېښناکارۍ او ترمیم، بوټجوړونې، بکسجوړونې او د کورنیو برېښنايي وسایلو د ترمیم په برخو کې زدهکړې کړې دي. د دې پروګرام موخه د کار زمینه برابرول او له نشهیي توکو څخه د رغېدلو کسانو بېرته کورنیو او ټولنې ته د ورګرځېدو زمینه برابرول بلل شوې ده.
د مراسمو په پای کې د خیاطۍ له برخې څخه یو شمېر فارغانو ته د کار وسایل او تجهیزات هم ووېشل شول.








