افغانستانسیمه

منظور پښتین: د پنجاب جنرالان او سیاستوال په پښتونخوا او بلوچستان کې د ظلمونو تر شا ولاړ دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین، د پنجاب د اعلی وزیرې مریم نواز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ادعا کړې چې د پنجاب جنرالان او سیاستوال په پښتونخوا او بلوچستان کې د بېلابېلو ظلمونو او وژنو تر شا ولاړ دي.

پښتین مریم نواز ته په خطاب کې ویلي چې د پنجاب جنرالان او سیاستوال تر نن ورځې پورې د ډله‌ییزو وژنو، ناامنۍ، د سرچینو د لوټلو، د خلکو د ورکېدو، د سیاسي مشرانو د زنداني کولو او د ماشومانو او ښځو د وژلو تر شا ولاړ دي.

هغه زیاته کړې چې د پنجاب پوځ د پښتنو، بلوڅو، سندیانو، کشمیریانو، سرایکیانو او د ګلګت-بلتستان د خلکو اړوند سیمې ویجاړوي او د هغوی طبیعي سرچینې لوټوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button