د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې تهران او کابل باید په خپلو تعاملاتو کې د یو بل اندیښنې په پام کې ونیسي او د همکارۍ د پراخولو لپاره اقتصادي او سوداګریز ظرفیتونه وکاروي.
ښاغلي بقايي وویل چې ایران، د اسلامي امارت د پیژندلو موضوع ته په پام سره، به په مختلفو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې دوام ورکړي او پیاوړې کړي.
هغه د اسلامي امارت د پیژندلو موضوع یوه قانوني او سیاسي مسله وګڼله او زیاته یې کړه چې د وروستۍ پایلې ته رسیدو وروسته به په دې اړه پریکړه وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې دا موضوع باید د تهران او کابل ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو د دوام او پراختیا مخه ونه نیسي.
#ایران #افغانستان #تهران #کابل #افغانستان_ایران_اړیکې #سوداګري #اقتصاد #سفیر_ټی وی








