د افغانستان د اسلامي امارت په کابینه کې د نویو ګمارنو اعلان
ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ، د هیواد په اداري او امنیتي جوړښت کې یو شمیر نوي ګمارنې شوي دي.
د دې ګمارنو پر بنسټ، ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، ملا محمد حنیف حمزه د فاریاب والي، مولوي عبدالرحمن حقاني د خوست والي او مولوي عبدالله مختار د بغلان والي ټاکل شوي دي.
همدارنګه، ملا محمد ولي جان د بادغیس والي، مخدوم عبدالسلام سعادت د حج او اوقافو د مرستیال وزیر او مولوي عبدالقیوم هلال د بغلان د پولیسو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
په امنیتي سکتورونو کې هم ګڼ شمېر بدلونونه راغلي دي، چې پر بنسټ یې ملا عبدالحق د میدان وردګو د پولیسو مشر، مولوي محمد عمر مخلص د نیمروز د پولیسو مشر او ملا فرید الله قیام د لوګر د پولیسو مشر ټاکل شوي دي.
سربیره پردې، د دې نویو ګمارنو په چوکاټ کې یو شمیر ولایتي مرستیالانو او نورو چارواکو ته هم نوې دندې سپارل شوي دي.








