افغانستان
جمعه خان فتح د اسلامي امارت سره د مخالفت راپورونه ردوي
د بدخشان ولایت د نسي ولسوالۍ پخواني ولسوال جمعه خان فتح د ځینو رسنیو لخوا خپاره شوي راپورونه په بشپړ ډول رد کړي چې ګواکې هغه د افغانستان د اسلامي امارت سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا ادعاوې بې اساسه دي.
په یوه نوي آډیو ټیپ کې، فتح دا راپورونه د اسلامي امارت په وړاندې د ځینو رسنیو لخوا “دسیسه” بللې ده.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د هغه د نیولو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی او د هغه د ځپلو یا نیولو لپاره هیڅ نظامي ځواک نه دی لیږل شوی.
د نسي پخواني ولسوال ټینګار وکړ چې هغه د اسلامي نظام د تاسیس لپاره ځان قرباني کړی او د اسلامي امارت د نظام د پیاوړتیا لپاره به هیڅ هڅه ونه سپموي.
#بدخشان #افغانستان #اسلامي امارت #فوجیره خان فتح #خبرونه
د لاندې لینک څخه د خبرونو ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/33740








