د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون ملي لوبغاړو د جنوبي اسیا د ۱۶مې سیالۍ په لومړۍ ورځ یو د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډال وګاټه.
میوند بابکرخیل د ځوانانو په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه، او ریاض الرحمن احسان هم د سپینو زرو مډال وګاټه.
سیالۍ په بوتان کې ترسره کیږي، چې د افغانستان په ګډون د اتو هیوادونو لوبغاړي پکې ګډون کوي.
#افغانستان #د بدن جوړونې #فټنس #د سویلي اسیا_سیالۍ #بوتان #سپورټ








