سیلابونه او قوي بادونه په ننګرهار او کونړ کې پراخ زیانونه اړولي دي
د ننګرهار او کونړ ولایتونو په یو شمیر سیمو کې سختو بادونو او سیلابونو د دې سیمو اوسیدونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ (۵ چنګاښ ۱۴۰۵) له غرمې وروسته، د ننګرهار ولایت په پچیراګام، درانور او د شینواري په ځینو سیمو کې سخت سیلابونه راغلل، چې د خلکو کرنیزې ځمکې، ویالې او پلچکونه یې ویجاړ کړل.
په ورته وخت کې، د کونړ ولایت په یو شمیر سیمو کې هم سیلابونه راغلي دي؛ که څه هم د تلفاتو او د زیانونو دقیقه کچه تر اوسه نه ده خپره شوې، خو سیمه ییزې سرچینې د پراخو مالي زیانونو راپور ورکوي.
په ورته وخت کې، د حکومت مرستندویه ټیمونه زیانمنو سیمو ته لیږل شوي ترڅو د زیان کچه وارزوي او زیانمنو خلکو ته مرستې ورسوي.
#ننګرهار #کونړ #سیلاب #سخت_باد #افغانستان #طبیعي_ناورین
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/33462








