د افغانستان د ملي هینډبال دوه ټیمونه نن (دوشنبه، د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵) د سویلي آسیا اتلولۍ کې د ګډون لپاره بنګله دیش ته لاړل.
د سپورت ریاست او د افغانستان د هینډبال فدراسیون چارواکي وايي چې له کلونو وروسته او په دې برخه کې د شته ننګونو له لرې کولو سره، د هیواد ملي لوبغاړي د نړیوال هینډبال فدراسیون په ملاتړ سره په دې نړیواله سیالۍ کې د ګډون توان لري.
ټاکل شوې ده چې د سویلي آسیا د هینډبال اتلولۍ په راتلونکو ورځو کې د بنګله دیش په کوربه توب ترسره شي.
د افغانستان په ګډون نږدې ۱۰ هیوادونه به پدې ټورنمنټ کې برخه واخلي او د اتلولۍ د سرلیک لپاره به سیالي وکړي.
#افغانستان #هینډبال #سپورټ #بنګله دیش #جنوبي_اسیایي_اتل








