افغانستان

پنټاګون: په ایران کې د امریکا د جګړې لګښت ۲۹ ملیارد ډالرو ته رسیدلی

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان کړی چې په ایران کې د دې هیواد د جګړې لګښت تر اوسه ۲۹ ملیارد ډالرو ته رسیدلی دی.

د رویټرز په وینا، دا ارقام د سې شنبې په ورځ د پنټاګون د مالي چارو د څانګې مشر جولس هورسټ لخوا د کانګرس په یوه غونډه کې وړاندې شول.

هغه وویل چې په دې لګښتونو کې عملیاتي لګښتونه، د پوځي تجهیزاتو ترمیم او ځای په ځای کول شامل دي، او د دې ارقامو د بیاکتنې او تازه کولو پروسه لاهم روانه ده.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، پنټاګون مخکې د اپریل په ۲۹مه د دې جګړې لګښت ۲۵ ملیارد ډالرو اعلان کړی و، چې اوس ۴ ملیارد ډالرو ته لوړ شوی دی.

په هرصورت، د دې لګښتونو د محاسبې دقیق توضیحات لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي روښانه شوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button