افغانستان
په یوه ورځ کې ۷۷۴ افغان کورنۍ هیواد ته راستنې شوې
د کډوالو چارو عالي کمیسیون اعلان وکړ چې پرون ۷۷۴ افغان کورنۍ، چې ۴۰۳۰ کسان پکې شامل دي، هیواد ته راستنې شوې.
د راپور له مخې، د راستنیدونکو کورنیو له ډلې څخه ۷۴۸ کورنۍ په خوندي ډول خپلو اصلي ولایتونو ته لیږدول شوي دي.
۷۹۲ کورنیو ته نغدي مرسته هم ویشل شوې او ۷۸۹ راستنیدونکو ته سیم کارتونه ورکړل شوي دي.
کمیسیون زیاته کړه چې راستنیدونکو کډوالو ته روغتیایی خدمات، خواړه او د پوهاوي پروګرامونه هم چمتو شوي دي.








