افغانستان
د واخان دهلیز د لومړۍ او دویمې مرحلې د کار پرمختګ ۶۰ او ۷۴ فیصده رسیدلی
د اقتصادي مرستیال دولت ویلی دی چې د واخان دهلیز د لومړۍ مرحلې کار د بدخشان ولایت کې ۶۰٪ بشپړ شو او د دویمې مرحلې یې ۷۴٪ تکمیل شوی دی.
له وړاندې شوو معلوماتو سره سم، د دې پروژې لومړۍ مرحله د بدخشان ګنبد څخه تر چین سرحد او د بروغیل تر سرحده څخه د ګنبد سیمې ته غځېدلې ده.
د دویمه مرحله اوږدوالی ۷۱.۱۳ کیلومتره دی او د ۱۴۳ ملیونه افغانیو بودجه لري چې پر مخ ځي.
همدارنګه، د لومړۍ مرحلې اوږدوالی ۵۰.۴۹ کیلومتره دی او د هغې بودجه ۱۸۰ ملیونه افغانی ده.
مقامونو ویلي دي چې هیله دي چې همدا دوه مرحلې په کال ۱۴۰۵ لمریز کې بشپړې شي او کارونه یې د استفادې وړ وګرځي.








