افغانستان
مجاهد: د القاعدې سره د اسلامي امارت د اړیکو ادعا بې بنسټه ده او سیاسي اهداف لري
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اوسني حکومت او القاعدې د غړو ترمنځ د اړیکو ادعا په بشپړه توګه دروغ او بې بنسټه وبلله او ویې ویل چې هیڅ بهرنۍ ډله په افغانستان کې فعاله نه ده.
مجاهد زیاته کړه چې دا ادعاوې د اسلامي امارت په وړاندې د عامه ذهنونو د مغشوشولو په موخه کیږي او د دوی هدف د تبلیغاتو رامینځته کول او سیاسي فضا ګډوډول دي.
هغه ټینګار وکړ: دا ادعاوې د هغه باور د زیانمنولو لپاره کیږي چې اوس مهال شتون لري.
مخکې له دې، د منځني ختیځ څیړنیز انسټیټیوټ په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې د اسلامي امارت نږدې ۵۵ غړي له القاعدې سره اړیکې لري.








