افغانستان

د شبرغان-مزار شریف پر لویه لاره ترافیکي پېښه؛ په جوزجان کې یو کس ووژل شو او درې نور ټپیان شول

د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د شبرغان-مزار شریف پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وویل چې دا پېښه پرون ماښام (۱۴ کب ۱۴۰۴) د اقچې ولسوالۍ په پل نو سیمه کې رامنځته شوه.

د هغه په ​​وینا، یو تیز رفتار “اکوا” موټر له عامه سړک څخه ووت او چپه شو، چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

ټپیان سمدلاسه د اقچې ولسوالۍ ۲۰ بستریز روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.

ښاغلي حلیمي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت کول وبلل.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button