افغانستان
د خلیل الرحمن حقاني د وژنې عامل وپیژندل شو؛ د برید اصلي طراح د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه و
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني د شهادت د لومړۍ کلیزې په مناسبت په یوه لنډ فلم کې د هغه د وژنې د عامل هویت څرګند شو.
د فلم له مخې، هغه کس چې د کډوالو وزارت په دفتر کې یې ځانمرګی برید ترسره کړ د “میر حمزه” په نوم د داعش ډلې غړی و، چې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست لخوا نیول شوی و.
میر حمزه په خپل اعتراف کې وویل چې د پاکستان د بلوچستان ولایت څخه د هغه امیر (د داعش قوماندان) هغه ته د کډوالو وزارت باندې د برید ماموریت سپارلی و.








