افغانستان

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال امیر خان متقي سره د الوداع غونډه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکې اندریکا راتوات د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وکتل.

په دې غونډه کې، چې د یوناما سرپرستې مشرې او د دې ادارې د سیاسي څانګې مشرې جورجټ ګګنون هم ګډون درلود، دواړو خواوو د افغانستان د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ د همکارۍ، موجوده همغږۍ او اړیکو په اړه بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د بشري چارو په همغږۍ کې د اندریکا راتوات د اغیزمن رول ستاینه وکړه، او د هغې په راتلونکو ماموریتونو کې یې د بریالیتوب هیله وکړه.

ښاغلي راتوات د خپل ماموریت په جریان کې د بهرنیو چارو وزارت د همکارۍ څخه هم مننه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د هغه ماموریت د ارزښتناکو تجربو او ښو خاطرو سره مل و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button