افغانستان

🔵 د ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې ۸۲۷ زره برېښنايي پېژندپاڼو وېش

 د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۸۲۷ زره او ۶۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

 د یادې ادارې د شمېرو له مخې، له دې ډلې ۶۰۰ زره او ۵۴۶ پېژندپاڼې نارینه‌وو او ۲۲۶ زره او ۵۱۴ پېژندپاڼې ښځو ته وېشل شوې دي.

 اوس مهال په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو خدمتونه د وېش او آسان‌خدمت له ۸۷ مرکزونو او همدارنګه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د یوه مرکز له لارې وړاندې کېږي. د دې بهیر له پیل راهیسې د وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو ټول شمېر نږدې ۱۸ میلیونه او ۳۰۰ زرو ته رسېدلی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button