د افغانستان رسمي او سوداګریز پلاوي د هند د سوداګرۍ د ۴۵م نړیوال نندارتون په څنډه کې د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونو فدراسیون له مسوولانو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا، سوداګرۍ د اسانتیا او د پانګونې د نویو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دواړو لورو د ترانزیټي همکاریو پر پراختیا، د هند له بندرونو څخه پر ګټې اخیستنې، د توکو د لېږد رالېږد د لګښتونو پر کمولو، په ځانګړي ډول د وچې مېوې او زعفرانو په ګډون د افغانستان د محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي، افغانستان ته د هند د باکیفیته درملو پر صادراتو، د سوداګریزو وېزو پر اسانتیا او د پیسو د لېږد پر موضوعاتو بحث وکړ.
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد، په هند کې د افغانستان سفیر نوراحمد نور، یو شمېر سوداګرو او د سوداګریزو اتحادیو استازو هم ګډون کړی و. دواړو لورو د سوداګریزو بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او د ګډو پانګونو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.








