سیمه
حزب الله د مرکاوا ټانک او دوه اسراییلي بلډوزرونه ویجاړ کړل
د لبنان حزب الله اعلان وکړ چې د دې ډلې ځواکونو د جمعې له سهار راهیسې د لبنان په جنوب کې په څو عملیاتو کې د مرکاوا ټانک او دوه اسراییلي پوځي بلډوزرونه په نښه کړي او ویجاړ کړي دي.
د حزب الله د بیان له مخې، د دې ډلې ځواکونو د طیبه، بیاده او حدثه په سیمو کې د اسراییلو څو پوځي پوستې او غونډې هم د راکټونو، توپخانې ګولیو او د سړک غاړې بمونو سره په نښه کړې دي.
حزب الله وویل چې دا عملیات د اوربند سرغړونو او د لبنان په جنوب کې په کلیو باندې د اسراییلو د بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
بیان په دوام کې وویل چې اسراییلي چورلکې د خپلو ځواکونو د تلفاتو د لیږدولو لپاره سیمې ته ننوتلي دي.








