سیمهنړۍ

د اسراییلو د رژیم سترې محکمې په وار وار ادعا کړې چې د فلسطیني ډاکټر توقیف ته به دوام ورکړي

د هارتز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسراییلو د رژیم سترې محکمې د غزې په تړانګه کې د کمال عدوان روغتون د رییس ډاکټر حسام ابو صفیه د نیولو په وړاندې د استیناف په بیاکتنه کې ادعا کړې چې محرم استخباراتي اسناد د هغه “په حماس کې فعالیت او په وسله والو فعالیتونو کې برخه اخیستل” تاییدوي.

د دې ادعا پر بنسټ، د اسراییلو د رژیم دې قضایي ادارې موافقه کړې چې د ډاکټر ابو صفیه توقیف ته دوام ورکړي؛ پداسې حال کې چې د بشري حقونو یو شمیر سازمانونو دمخه د هغه د توقیف او روغتیایی حالت په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.

ډاکټر حسام ابو صفیه د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون باندې د اسراییلو د رژیم له برید وروسته ونیول شو او لاهم په بند کې دی.

#فلسطین #غزه #ډاکټر حسام_ابو_صفیه #کمال_عدوان_روغتون #صهیونیسټ_ریژیم #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button