په مشهد کې د افغانستان د اسلامي امارت قونسل جنرال نور محمد متوکل د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر له مشر داننجیا بهټرای سره وکتل ترڅو د درې اړخیزې همغږۍ کمیټې د جوړولو په اړه بحث وکړي.
په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا کمیټه د خراسان رضوي د تابعیتونو او کډوالو د عمومي ریاست په ګډون جوړه شوې او موخه یې د افغان کډوالو پر وړاندې د اقتصادي او هویت ننګونو حل کول دي.
په دې غونډه کې د تعلیمي او روغتیایی زیربناوو د پراختیا لپاره د نړیوالو فنډونو د جذب د زیاتوالي پر اړتیا هم ټینګار وشو.
دواړو خواوو د افغان کډوالو د مالي ملاتړ او په ایران کې د دوی د وضعیت د ښه کولو لپاره د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.








